ښه کتابونه هم شته

عطاءالله ځواب
[pukhto]
کتاب ښه ملګرې دی، خو هغه کتاب چې مونږ او تاسې ترېنه يو څه زده کوو، نه هغه کتابونه چې هسې زمونږ وخت ضايع کوي.
اوس وخت کې زياتره داسې کتابونه چې نوم او ډيزاين يې ښه وي يا د يوی نجلۍ انځور پرې وي ښه بازار لري، خو که دننه يې ولولې ډېر بې ارزښته او بې فايدې به درته ښکاره شي. د دې کتابونو زياتره رانيوونکې د ښوونځيو زده کوونکي او زلميان دي چې ليدلو سره پرې مئينېږي.
ناولونه، بيتونه، غورچاڼونه او ارواپوهنه خلک زيات خوښوي، خو زياتره ناولونو کې پرته د مينې له خبرو بل څه نشته، بيتونه او غورچاڼونه دومره ډېر شوي چې په ليدو به يې د کتابونو له کتو توري شئ.
ارواپوهنه هم هماغه يوه موضوع اخوا او ديخوا کوي چې ژوند دا دی او داسې دي وي، زمونږ خلک دې لږ نورو اړخونو ته هم پام وکړي.
ښه کتابونه هم شته زه نه وايم چې ټول داسې دي، خو که تاسې فکر وکړئ په يو نوم د درې څلورو ليکوالو کتابونه چاپ دي، نو هرو مرو څوک چې کتاب پسې بازار ته راغلې وي، ډېر په مشکله به هغه کتاب پېدا کړي چې پکار يې وي.
ليکوال دې هغه برخه کې کار وکړي چې کتابونه پکې نه وي، که پيدا شي زمونږ د خلکو ډېرې ستونزي به ورسره اوارې شي.
مونږ بايد هيڅکله کوم کتاب يا ليکوال پورې خندا ونکړو، بايد هغه تتشويق کړو، که هغه ښه وي که بد، ځکه دا ليکوال کيدای شي په راتلونکې کې داسې اثار وليکي چې د هر چا په زړه او خوله وي.
هغو پښتنو ته چې د نورو ژبو د خلکو په خوا کې اوسېږي او ژبه يې هېره کړي ده، د پښتو ښه ښه کتابونه رسول پکار دي، چې پښتو يې را ژوندۍ شي.
که مونږ خپلو ماشومانو ته کتابونه واخلو او په کورونو کې وړوکی کتابتون ولرو، نو هغوی ورسره عادت اخلي او د لوړو زده کړو خاوندان به شي.
زما پلار جان وايي کوم کتابونه چې ته اوس لولې دا به ستا لس پنځلس کاله وروسته په يو مجلس، تبصره او ژوند کې پکار راشي او په درد به دې وخوري.
لیکوال دې په ښه معيار او ترتيب کتابونه ولس ته وړاندې کړي چې هر څوک يې ولولي، ګټه ترې واخلي او په زړونو کې ځای پيداکړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي