67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ښځه یا د کور ده یا د ګور

صمیم روحاني

[pukhto]
ستړی وم، اوږد په کوج کې وغځېدم، ریموت مې راوخیست، د تلویزیون د روښانه کېدو بټن ته مې فشار ورکړ، روښانه شو، يو ایرانی چینل پکې شروع وه، خبرونه ول، نطاق وویل یک تن خبرنګار یی ما به قریه دور رفته و از ان جا احوال مردم را به ما می دهید.
ورته متوجې شوم، چې ګورم دلته ټول غرونه وي، دښته وي ما فکر وکړ چې دا خلک به له تمدن ‌‌‌‌‌‌ډیر لرې وي او خلک به پکې خپل ژوند ته داسې ادامه ورکوي چې، ثانیه په ثانیه به یې مرګ ګواښي، خو زما فکر غلط وه.
خبریال هلته د انجونو ښوونځي ته تللی، د هغوی پر تعلیم او د دوی امکاناتو په شتون د انجونو سره غږیږي، د یو څو انجونو سره د هغوې په درس او دوی سره د استاذانو په رویه وغږېده، دوی د خپل دولت، په موجوده حکومت او د خپلو استاذانو له سلوک ښې راضي وي او هیڅ نیوکه پرې نه کوي او وایې چې خپلو درسونو ته ښه په شوق را درومي.
چینل خوند را نکړ، زړه مې ورته تنګ شو ایسته مې بدل کړ، پرلاپسې مې څو ټيشنونه بدل کړل، یو پکې افغانی چینل مخې ته راغلی، ورته غوږ شوم، یو ملا صېب په جومات کې پر منبر ناست دی، د کلي ‌‌‌‌‌‌ډیری وګړو یې خبرو ته غوږ نیولی او ورته ناست دي، دا د انجونو او هلکانو په تعلیم غږیږي، د تعلیم صفتونه کوي، او تر څنګ ورته په هر مثال کې د ګاونډي هېوادونو د تعلیم حال بیانوي.
دا له څو دقیقو پوهاوي وروسته له خپلو مقتدیانو سره یوې اوارې او شنې سیمې ته ځي چې نه غرنۍ وي او نه دښته، فکر مې وکړ چې دغه خلک به ټول تعلیم یافته وي، ځکه خو ورته مولوي صیب د تعلیم صفتونه کوي او د هلکانو تر څنګ ورته د انجونو په تعلیم هم ټينګار کوي، خبرې یې راباندې ښې ولګېدې، د تلویزیون وایلم مې نور هم لوړ کړ، خو نه داسې نه ول، تصور مې د توقع خلاف راوښت.
دلته د هلکانو مکتبونه وي د دوی تر څنګ د انجونو مکتبونه هم موجود وي خو د انجونو پکې هیڅ څرګ نه لګي، ملا بیا کلیوالو ته توصیه کوي او بار بار ورته د انجونو په تعلیم ټینګار کوي، د اطاق دروازه خلاصه شوه، مشر ورور مې و، د هغوې د احترام لپاره له کوج اوچت شوم، هغه کښیناست او راته یې وویل، لرې که دا بل ټيشن ونیسه، ما یې خبره ور پرې کړه او ورته مې وویل چې یو ملا لګیا دی خپلو مقتدیانو ته د تعلیم صفتونه کوي، په دې هم دا خبره خوږه ولګېده ویې ویل ته یې پرېږه چې واورو یې.
دواړه ورته غوږ شو، مولوي لا هماغه شان لګیا وي، خو اخر ورسره دوی د ځان خلاصي په پار انجونو ته د تعلیم زمینې مساعدولو لپاره موافقې ته رسیږي، ملا ترې ځي دوی چرت وهي چې اوس څه چل وکړي او څنګه یې وکړي.
دوی په کلي کې یوه بیړنۍ ناسته کوي، ټول کلیوال را ټولیږي، هر کس په دغه مجلس کې اوچتیږي او خپل نظر وړاندې کوي، خو یو چا هم د مولوي سره په وعدې وفا ونه کړه او ټولو خپله وعده شاته وغورځوله، چې کوم جیګیږي د ملا غیبت کوي، د ناستې په وروستیو شېبو کې یو پکې اوچت شو ویې ویل چې، مولوي صېب مو د انګریزانو عادت کوي، د هغوی په عقیده شوی، اسلام یې پریښې، دا اوس زموږ لوریانې له کور راباسي او بې حیاء کوي یې.
وایې؛ زه هیڅکله په دغه پښتني ټولنه کې د انجونو تعلیم نه پرېږدم او نه یې مکتبونه منم او نه ددې برداشت لرم چې زما د کلي انجونې دې ښوونځي ته لاړې شي، دا شخص ددې کلي ملک وي، لونګۍ یې هم د سره تړلې وي او داسې شخص ته موږ په ساده اصطلاح زیګ پښتون هم وایو.
او بیا چې د کلي ملک کومه خبره وکړي مجال شته چې کلیوال یې بیا ماته کړي، ددې خبرې ټولو ناستو ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو تائید کړې او د لاس په پړکولو یې بدرګه کړې، د ورور دماغ مې دې خلکو ته خراب شول، راته یې وویل بند یې که، کله به مو دا د ټولنې خلک اصلاح کیږي، په عوسه له ځایه اوچت شو او له کوټې بهر ووت.
زه هم دې خلکو ته حېران پاتې شوم او ومې ویل چې زموږ دولت په څومره کمو امکاناتو زموږ وګړو ته د تعلیم زمینه مساعدوي خو خلک مو څه کوي اوس هم ورته تعلیم کول کفر ښکاري او پر انجونو تعلیم کول خو ورته سور کفر ښکاري.
له ځان سره سوچونو واخیستم او ومې ویل چې ښا، موږ خو خپله بدبختي زیږوو، هسې نور ملامتوو، وا مخلوقه، که دا هېواد تعلیم یافته سړو ته ضرورت لري، نو تعلیم یافته ښځو ته هم ضرورت لري، ددې پر ځای چې یوه ښځه د ناروغۍ پر مهال یو نامحرم نارینه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ته بوځو، ښه نه ده چې یوې ښځينه ‌‌‌‌‌‌ډاکټرې ته یې یوسو، تر څو هغه یې مرض تشخیص کړي او ښه درملنه یې وکړي.
د خدای لپاره! خپلو خویندو او لوڼو ته د تعلیم زمینه مساعده کړئ، هغوی ته خنډ مه جوړېږئ او مه داسې وایې چې د افغان له جامې سره په انجونو تعلیم کول نه ښايي، هغوې پریږدئ چې درس ووایې او دې بدبختې ټولنې ته د خدمت جوګه ورګرځي.
خو افسوس! زما په پښتني ټولنه کې یوه جینۍ دومره زړه نه لري، چې خپل پلار ته ووایې ما په ښوونځي کې شامله کړه، که یوه نیمه پکې پيدا هم شي او د تږي په څير زړه کلک کړي نو مور ته ووایې تر څو هغه ورته د پلار او ورورنو اجازه واخلي، مور که یې پلار ته وریادوي، مشر ورور پرې رامخکې کیږي، ښه بدې ردې ورته وایې رټي یې او بدګمانه کیږي پرې، پلار یې هم په ږیره لاس راکش کړي د زوی خبرې تائید کړي او لور ته په غوسه ووایې چې ښځه یا د کور ده یا د ګور!
[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

د جنت په نوم !
د بريالي ژوند ٢٦٩ رازونه
سم مزل نه شو کولای
ملي ورځې که شخصي ورځې؟
دانشور – لنډه کيسه
دسمال
ازاري
نور ولولئ
کووېډ ۱۹؛ افغان روغتیا پالان وايي، که اوسنی وضعیت دوام وکړي، کېدای شي له ”جدي بحران سره مخامخ شو”

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مارچ 2020
S S M T W T F
 123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031  
« Feb   Apr »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /