کاناډا یو شمېر افغان ښځینه قاضیانو ته سياسي پناه ورکوي

کاناډا وايي، هغو افغان ښځینه قاضیانو، د دوی کورنیو او د قضايي ادارو کارکوونکو ته پناه ورکوي، چې په افغانستان کې د غچ اخیستنې له ډاره بهر ته تللې دي.
د کاناډا کډوالو چارو ادارې یوه مسوول کس د جمعې پر ورځ ویلي، د افغانستان قضايي ادارو هغو نژدې ۲۳۰ پخوانیو ښځینه کارکوونکو او د دوی کورنیو ته به کاناډا کې د اوسېدو اجازه ورکړي، چې اوسمهال په یونان کې اوسي.
یو شمېر افغان قاضیانې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده د خلکو ایستلو بهیر کې ووتلې.
د کاناډا حکومت ویندوی کس په خبره کاناډا به یو شمېر هغو افغان ‘ایل جي بي ټي ‘ کسانو ته هم په هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکوي، چې د یوه خیریه سازمان له لوري یې سپارښتنه شوې.
کاناډا ته د دې کسانو رسېدو نېټې په هکله څه نه دي ویل شوي.
کاناډا ۴۰ زره افغانانو ته د پناه ورکولو ژمنه کړې، خو د دې پروګرام د نېټې په هکله یې تر اوسه څه نه دي ویلي.
د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته کاناډا حکومت ۳۹۱۵ افغانان په خپل هېواد کې مېشت کړي او د بشري مرستو غیر حکومتي پروګرام له مخې دې هېواد ته ۲۵۳۵ افغان کډوال لېږدول شوي دي.
د یادونې ده چې تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې نژدې ۲۷۰ ښځینه قاضیانې پر دنده ګومارل شوې وې، دوی ته په ټولنه کې د ځواکمنو شخصیتونو په نظر کتل کېدل او ډېر خلک یې پېژني، خود سپتمبر وروستیو کې شپږ ښځینه قاضیانې چې په هېواد کې دننه پټ ژوند کوي، د افغانستان بېلا بېلو سیمو کې له بي بي سي سره وغږېدلې او د طالبانو واکمنۍ کې یې د غچ اخیستل کېدو وېره څرګنده کړه.
د سپتمبر میاشتې وروستیو کې د بي بي سي په یوه څېړنه کې معلومه شوه، چې داسې ۲۲۰ افغان ښځینه قاضیانې چې مخکې یې بېلا بېلو جرمونو له کبله طالبان زندان ته استولي دي، اوس د افغانستان بېلا بېلو سیمو کې پټې ګرځي.
څېړنه کې دا هم معلومه شوې چې دوی ټولو ته له ګواښونو ډک پیغامونه رسېدلي دي.
د طالبانو د ویاند سکرتر بلال کریمي بیا هغه مهال بي بي سي ته په دې هکله وویل:
”ښځینه قاضیانې باید له هر ډول وېرې او ترهې پرته د نورو کورنیو په څېر ژوند وکړي، هیڅوک باید دوی و نه ګواښي. زموږ نظامي کسان د داسې شکایتونو ارزونې لپاره ګومارل شوي دي او که چېرې سرغړونه شوې وي، دوی به لاس په کار شي. ”
له لسیزو راهیسې افغانستان د بشري حقونو درجه بندۍ کې یو ستونزمن هېواد بلل کېږي.
د بشري حقونو څار سازمان وايي، د دې هېواد ۸۷ سلنه ښځې او نجونې په خپل ژوند کې له یو نه یو ډول تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.
دې کې د جنسي تېري، تشدد، زورکي واده او له ښځو د جایداد، زدکړو او کار حق اخیستو په څېر ټولې قضیې راتلې.
دې ښځینه قاضیانو بیا د هېواد هغه قانون پلي کاوه، چې له ښځو سره تاوتریخوالی یې د سزا وړ جرم باله، خو اوس یې ګڼ شمېر یا د سر خوندیتوب په پار یا له هېواده تېښتې ته اړ شوې او یا په هېواد کې دننه پټ ژوند کوي.
تبصرې
تبصرې بندې دي