کرکټ او فزيکي پیاوړتیا

شرف الدین شاکر
[pukhto]
کرکټ یوه ډلېزه لوبه ده.
که څه هم کرکټ یو داسې ورزش دی چې فزیکي پیاوړتیا پکې دودیزه نه ده خو اړینه ده، په کرکټ کې لوبغاړي په فزیکي پیاوړتیا ډیر ټینګار نه کوي، که چیرته کوم لوبغاړی د فزیکي پیاوړتیا څخه برخمن وي نو تر نورو لوبغاړو چې فزیکي پیاوړتیا ونلري خپله وړتیا په ښه توګه ښودلی شي، فکري قوت، پخه ساه او فزیکي استقامتونه د نوموړي د بریا سبب ګرځي، بېلګه.. په لنډه توګه
په نړیواله کچه د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډله چې فزیکي پیاوړتیا ته له پام ورګرځولو وروسته د کرکټ په نړۍ کې له ۱۹۹۰زیږدیز کال څخه وروسته د ۲۰۰۷زیږدیز کال تر پنځوس اوریز نړیوال جام پورې که د دوی د لوبغاړو فزیکي پیاوړتیا ته او د دوی بې شمېره لاسته راوړنو ته ځیر شو دا به جوته شي چې په کرکټ کې فزیکي پیاوړتیا څومره اړینه ده.
د اسټرالیا لوبغاړو په خپله مسلکي لوبه او فزیکي پیاوړتیا د نړۍ د نورو لوبغاړو پام هم ځان ته را واړاوو، په ځانګړې توګه یې د اسټرالیا په کرکټ کې ډراماټیک بدلون را منځ ته کړ.
په لوبه کې د لوبغاړو فزیکي پیاوړتیا له یو بل سره هم توپیر لري مثلا یو تیز پنډوسر(بالر) تر یو توپ وهونکي سټیمنا یا ځغاستي ته ډیره اړتیا لري. تر یو رو توپ اچونکي یو برانتګر(اوپنر) توپ وهونکې سټیمنا یا ځغاستي ته ډیر ضرورت لري. همداسې نورې بېلګې..
فزیکي پیاوړتیا د یو لوبغاړي په تخنیک او په فکري ځيرکتیا باندې هم ډېر اغیز کوي.
لومړی د وکټ ساتونکي(وکټ کیپر) د ځان ښوونې کچه تر نورو لوبغاړو باید زیاته وي، په لنډه توګه به دومره ووایم چې وکټ ساتونکي ته فزیکي پیاوړتیا ډېره اړینه او ارزښتناکه ده که ټیسټ لوبه وي که پنځوس اوریزه او که شل اوریزه لوبه وي که له یو لوري نوموړی د وکټو شاته نیغ ولاړ وي او د ناستي هیڅ موقع هم نه وي او بل لوري ته که یو وکټ ساتونکی پرانستګر(اوپنر) توپ وهونکې هم وي نو تر بل هر لوبغاړي هغه ته فزیکي پیاوړتیا ډیر ارزښت لري تر څو د نوموړي بدن کشکشین(Flexibale) جوړ کړي. د کرکټ د لوبې د بریا او د بایللو تر شا د وکټ ساتونکي رول په کوچو کې د مچ په څېر له ورایه بریښي.
په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ د یو شمېر لوبغاړو فزیکي پیاوړتیا ډېره اړینه وبلله، نو د افغانستان کرکټ بورډ په لومړي ځل د فزیکل فیټنس یو میاشتنی روزنیز کمپ په موخه واچاوه.کرکټ بورډ د سویلي افریقې هیواد سره تعلق لرونکې روزونکي جېسن ډګلېس تر مشرۍ لاندې نوموړی کمپ پيل کړ.
د کمپ د دوه اونیو په تېرېدو سره يې ادارې ته خپل راپور وړاندې کړ او کله چې له جېسن سره مخامخ شوم، نو په دې هکله مې مجلس ورسره وکړ، خپله روزونکې جېسن زیات خوشاله بریښېده د دوو اونیو د کمپ د پایلو په هکله یې څه داسې راته وویل: چې د شهزاد محمدي له ۹۰،۶ کیلو ګرامه وزن څخه ۸۶،۱ کیلو ګرامه وزن راښکته شوی دی.
د اصغر ستانکزي له ۷۹.۹ څخه ۷۷،۲ وزن راښکته شوی.
د سمیع الله شینواري له ۹۱،۵ څخه ۸۷،۵ وزن راښکته شوی.
جاوید احمدي له ۷۷،۱ څخه ۷۴،۴ وزن راښکته شوی.
نورعلي ځدران له ۹۰،۵ څخه ۸۸،۷ ته خپل وزن راښکته کړی دی. همداسې نور لوبغاړي لکه محمد نبي، راشد ارمان او ګلبدین نائب. چې د نوموړو لوبغاړو پایلې به انشاءالله ډېرې ښې وي د ښو لوبو په هیله یې..
[/pukhto]
مننه له تاسو تولو همکارانو نه چی د کرکت ملی لوبدله موپه لگ وخت دیرپرمخ بوتلله