67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

کرکټ کې هر څه سخت دي

مرکه/ نثار ځواب

[pukhto]
زبيد اکبري د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ اوسيدونکی دی، اته کاله کېږي چې کرکټ کوي او په ځوانو لوبغاړو کې ښه بيټسمين دی. نوموړي ته چې هر کله په لوبو کې چانس ورکړل شوی، ښه لوبه يې کړې، مازيګر ورسره په کرکټ او لوبو خبرې کړي.
مازیګر: له کرکټ سره مو ژوند څنګه روان دی؟
زبید: کرکټ سره مې ژوند ښه روان دی او الله ج نه شکر ګزاره یم، تر اوسه په لوبو کې ښه پرفامېنس کوم
مازیګر: کومې لاسته راوړنې لرئ؟
زبید: په کرکټ کې سپین غر کرکټ اکاډيمۍ ته ډېرې لاسته راوړنې لرم، د فرسټ کلاس يوه لوبه کې مې ( ۷۳) رنز وکړل او ناټ اوټ پاتې شوم چې سپين غر ته مې مېچ هم وګټلو، لېسټ ای کې مې ۶۴ رنز وکړل او یوه ویکټ مې واخېسته، میلون جام کې يوه لوبه کې چانس راکړل شو هغه هم درې باله پاتې وو چې ۱۴ رنز مې پرې وکړل یوه شپږیزه او دوه څلوریزې مې ووهلې، یو څو ورځې وړاندې مې د کابل خلاف په ونډی لوبه کې ۲۰۲ رنز وکړل.
مازیګر: په کورني کرکټ کې دې څنګه ځان په خلکو وپېژنده؟
زبید: کله چې يې راته لېسټ ای ولایتي سياليو کې د لوبې چانس راکړ، په هر مېچ کې مې ( ۳۰ ) ( ۴۰ ) رنزونه کول او بالېنګ کې به مې هم دوه یا درې اوټول.
مازیګر: بالېنګ هم کوې؟
زبید: هو؛ لفټ ارم سپین بالېنګ کوم.
مازیګر: د مخکې تګ کوم چانس درته پېدا شوی؟
زبید: هو پیدا شوی دی، په ( ۲۰۱۶ ) کې د افغانستان ۱۹ کلنو ټیم سره وم، چې په انډیا کې مو مېچونه وو، په يو مېچ کې يې ما ته چانس راکړ،۳۰ رنز مې وکړل او یو وېکټ مې هم واخېسته.
مازیګر: مېچونه کول څه ارزښت لري او تاسې به څومره سيالۍ کړي وي؟
زبید: مېچونه ډېر ارزښت لري، لوبغاړي باید اول ځان مېچور کړي، چې څومره مېچونه کوي همغومره به ښه رنز کوي او مېچونو سره لوبغاړي ډاډه کېږي، ما ډېر زیات مېچونه کړي دي.
مازیګر: ايا د لوبو په برخه کې وړتياوو او استعدادونو ته پاملرنه کېږي؟
زبید: هو، کېږي چې فرسټ کلاس، شپږیزه کې ښه پرفامېنس وکړې، هغو ته ډېر چانسونه برابرېږي.
مازیګر: زده کړې درته لومړيتوب لري که کرکټ؟
زبید: د ټولو نه مخکې زده کړې مهمې دي، تر زده کړو وروسته کرکټ.
مازیګر: ولې په افغانستان کې زیات ځوانان کرکټ کوي؟
زبید: کله چې خلک د ملي لوبډلې ژوندۍ سيالۍ ګوري، نو د هغوی هم له کرکټ سره مينه پيدا کېږي او مخه کوي ورته.
مازيګر: کوم لوبغاړی مو خوښېږي؟
زبید: زما خو د بنګلدېش سومیا سرکار ډېر خوښېږي، ځکه چې الراونډر دی.
مازیګر: د نويو لوبغاړو د لوبولو لپاره څه کول په کار دي؟
زبید: لوبغاړي باید خپله خواري وکړي، چې یو شي ته سړی کار ووایې، که هغه کرکټ وي که هر څه وي باید ښه يې ترسره کړي، زیات کوشش باید وکړي، چې ښه لوبغاړی وي هر ټیم ورته چانس ورکوي.
مازیګر: د کرکټ یوه ښه خاطره که راته ووایې؟
زبید: خوږه خاطره مې کله چې زه هند ته تلم نو تمیم ته مې وویل چې سیټ دې زما څنګ کې دی، بل سیټ کې مه کېنه، دوه درې ځل مې ورته وويل، هغه ما سره نه کېناسته، بل سیټ کې ناست و، کله چې منېجر راغلو نو تمیم ته يې وويل چې پرچه دې راکړه، د هر سیټ خپله پرچه وي، منېجر چې د دې پرچه ولیدله، ورته يې وويل چې دلته څنګه ناست يې؟ جيګ شه دا خو څه د کابل ټیکسیانې نه دي، منډه خپل سېټ کې دې کېنه.
مازیګر: کله دې لوبډلمشري کړې؟
زبید: هو کړې مې ده، اوس هم د سپین غر اکاډیمۍ لوبډل مشر یم!
مازیګر: کوم وخت کې ډېر خوشاله يې؟
زبید: هغه وخت ډېر خوشاله یم، کله چې ښه پرفامېنس وکړم.
مازیګر: په کرکټ کې څه شی ډېر سخت دی؟
زبید: کرکټ کې هر څه سخت دي، که بالېنګ وي که بيټینګ وي، خو له ټولو نه سخت چې دی فېټنېس دی، کوم لوبغاړي چې فېټ وي، ښه لوبه ترسره کوي.
مازیګر: کوم بالران ښه لوبولی شې؟
زبید: تېز بالران ښه لوبومه؛ ځکه چې زما ټاپ اډر پوزیشن دی او اوپنینګ کومه
مازیګر: څه ارمان لرې او غواړې څرنګه خپل هدف ته ورسېږې؟
زبید: غټ ارمان مې دی چې د افغانستان ملي لوبډله کې ولوبېږم او همدې هدف ته د رسېدو لپاره خپله پوره خواري کومه.
مازیګر: مننه چې وخت مو راکړ.
زبید: له تاسو هم؛ هر کله راشئ
[/pukhto]

30 خوښونې

اړوند مطالب

ډير به مو نه وي اوریدلي-دریمه برخه
خوښي په ډېرو عادي شیانو کې ده
له سوله مل شينواري سره مرکه
د کلتور او ژبې د بقا سندرې
ماشومان ژغورلی شو!
رونالډو له بلې سیارې څخه یو ستوری
خبریالان ولې وژل کېږي؟
کیم جونګ اون

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

فبروري 2020
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
29  
« Jan   Mar »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /