کــــپیټالــــیسم…

ژباړه: خسرو ګلسرخي
پانګوالي «کپیټالیسم» د یوه تن زېږنده یا جوږښت نه دی…بلکې پانګوالۍ له نن څخه تقریباً ۳۰۰ کاله دمخه پیل او اوسنۍ بڼه یې غوره کړې ده…د کپیټالیسم مانا یاني د ماشینونو د وخت پیلېدل!!!…کله چې ماشیونونه رامنځته شول د انساني ځواک اړتیا د ماشینونو لخوا رفع شوه په دې مانا چې ماشینونه د انساني ځواک ځای ناستي شول…او انسانان د ځاني ځواک د پلورلو څخه آزاده کړای شول…چې له دې وروسته د انساني غړو په ځای ماشینونو چارې مخته وړلې…
دې اختراع انساني تاریخ بدل کړ آن تر دې چې ځیني ساینسپوهان دې اختراع ته له نوم ورکول څخه عاجز شول…چې دا اختراع نه انقلاب او نه هم کومه معجزه ده! باید داسي یو نوم ورته غوره شي چې تر دې دمه له موږ سره نشته…
لومړني ماشین د ۲۶ تنه کارګرانو کار په غاړه واخیست…که په نورو الفاظو یې بیان کړو دا مانا چې ۲۶ تنه کارګران یې وزګار کړل…دې اختراع پانګوالو ته لا نوره حوصله هم ورکړه ځکه چې د ۲۶ تنو کارګرانو له معاش او نورو لګښتونو څخه یې بېغمه کړل…
دې ګټی ته په کتو سره پانګوالو ګڼ ساینسپوهان او انجنیران د دې لپاره په لوړو ماشونو وټاکل چې دې ماشین ته لا نور وده او چټکتیا وروبښي تر څو د ګڼو کارګرانو د رانیولو څخه بېغمه او د دې ماشین په مرسته لاډېره ګټه تر لاسه کړي…
ماشین له یوې خوا پانګوالو ته ډېره ګټه ور په برخه کړه خو له بل لورې یې ګڼ کارګران وزګار او په کور کېنول…د دې بېکارئ له امله په ۱۸۲۵ م[په ځینو ځایونو کې یاده نېټه ۱۸۳۶ او ۱۸۴۰ م کلونه ښودل شوي چې دې وخت کې نو بیا د مارکس عمر تقریباً ۲۰ یا ۲۴ کاله کېږي] کال کې انګلستان کې چې د صنعتي انقلاب مرکز ؤ د چارټسټانو نومې یو انجمن په داسي بڼه رامنځته شو چې هغوی په کارخانو بلوا ورړوه او ماشیونونه یې مات کړل.
دوی داسي انګېرله چې ګویا ماشینونه د دوی دُښمنان او د بې وزګارئ اصلي لاملین دي…
په دې وخت کې ملګری مارکس ۷ کلن ؤ… کله چې دی ځوان شو له ډېر علمي تحقیق نه وروسته یې د پانګوالۍ بدیل وړاندي کړ او له کارګرانو یې وغوښتل چې ماشینونه ستاسو دُښمنان نه بلکې هغه څوک دي چې ماشینونه یې ولکه کړي او ستاسې د بې وزګارۍ لامل ګرځېدلي دي…
له یاده باید ونه باسو چې ماشینونه تر هغه وخته ستاسو دُښمنان دي تر څو چې د څو تنو په ولکه کې وي…خو کله چې دا ولکه د څو تنو له لاسه واخیستل او د ټولو«زیارکښانو» په ملکیت واړول شي…او ګټه یې هم بېرته په عادلانه شکل په ټولو ووېشل شي نو بیا به نه دا بې وزلي وي او نه دا بې وزګاري!!!
له همدې امله د دې جابر نظام بدیل دې ستر انسان چې نوم یې مارکس دی کشف او شوني کړ…
که موږ په لنډو ټکو کې مارکسیسم بیان کړو نو وبه وایو: که په ماشین د پانګوال قبضه وي نو ټوله ګټه به یې هم د پانګوال جېب ته ځي…مارکس ویلي ؤ: کله چې کارګر ۸ ساعته کار کوي په وړاندي يې یوازي د ۴ ساعتونو اجوره ورته رسېږي او پاتي د ۴ ساعتو نوره ګټه یوازي او یوازي د پانګوال جېب ته پرته له کوم زحمت څخه اچول کېږي…کوم ته چې مارکس اضافي ارزښت نوم ورکوي««اضافي ارزښت د کارګر له اضافي کار څخه زېږي یاني همدا کارګر دی چې اضافي ارزښت د خپلو مټو په زور زېږوي نه پانګوال!»» چې له امله یې پانګوال ورځ تر بلې د ډېري پانګې خاوند کېږي… نو ځکه موږ ویلای شو چې که په ماشین د پانګوال ولکه وي نو دې نظام ته «Capitalism » وایي او که بالمقابل بیا ولکه د کارګرانو او نورو زیارایستونکو په لاس کې وي نو دا سیسټم د غیر استثماري «Socialism » په نامه چې د اشتراکې ټولنې «Communism » لومړئ فاز دی، یادېږي…په اشتراکې ټولنه کې دولت، فوځ، بندی خانې او داسي نور مصرفي او تش په نامه دولتي اُرګانونه له منځه ځي… او انسان به خپل معراج یاني د انسانیت تر بریده وروزل او ورسېږي، غیر طبقاتي سیستم به وي او هر څه به انسانو ته د دوی د اړیتا په اندازه وړیا رسېږي لکه د لمر رڼا او اکسیجن…
نن سبا چې کومه ټکنالوژي په امریکا، اروپا او جاپان کې موجوده ده هغه هم د ۶۰-۶۵ کلونو پخوانۍ ده په دې مانا چې کپیټالیسم او استازو یې د ۳۰۰۰ شاوخوا نوي کشفیات پټ او خپله ولکه کې ساتلي««په پانګوال سیستم کې علم هم خصوصي او د یاد سیسټم په ګټه کارول کېږي…» که له دغو ۳۰۰۰ څخه یې یو څه سلنه عمل ته راوړل شي نو دا موجوده قبضه به هم ورسره لاهو او ځای به یې سوسیالیسم ونیسي…
————————————————————–
اردو لیکنه: عوامي انقلابي پارټئ – پښتو ژباړه: خسرو ګلسرخي
تبصرې
تبصرې بندې دي