67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

که غربت ختم شي؛ له جهالت ژغورل کیږو!

خالد حق مل

[pukhto]
دا یو څرګند حقیقت دی چې غربت د هرې ستونزې سرچینه ده. او په هیواد کې د روانو ناورینونو لامل تر ډېره د شنونکو په اند غربت دی.افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چې تقریباً ۳۶٪ وکړي یې د غربت د کرښې څخه لاندې ژوند کوي. چې شمېر تقریباً ۱۱۵۲۰۰۰۰ وګړو ته رسیږي. د غربت د کرښې څخه لاندې اوسیدنه په دې معنی ده چې یاد وګړي نه شي کولای ترڅو د بې کارۍ او نورو لاملونو له وجې ځان ته د درې وخته خوراک، سرپناه او پوښاک زمینه برابره کړي.که قومونه د دي ستر عذاب څخه وژغورل شي نو امید شته چې ټولو بدبختیو ته به د تل لپاره د پای ټکی کیښودل شي.
دلته که بې وزله او بې سواده افغان د بل په اشاره خپل ورور وژني او یا هم خپل کور ورانوي نو علت یې څرګند دی چې د دوی دا ټولې ناسمې هڅې د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره دي او دوی ته دا ترټولو ستر غنیمت دی چې په روا او یا ناروا توګه خپلو بچیانو ته نفقه پیدا کړي.
که دوی ته د کار زمینه مساعده شي او د دې خبرې تضمین ورکړل شي چې که کار وکړي نو خپلو اولادونو ته به حلاله نفقه پیدا کړي نو ډاډه یم چې هیڅکله به هم ترې مخ ونه ګرځوي. او نه به د نورو په اشاره وروروژني ته زړه ښه کړي. دولت هم باید خپلو لومړیتوبونو ته پوره پاملرنه وکړي او خلک دې ته اړ نه باسي چې اساسي قانون تر پښو لاندې کړي او یا هم د هیواد ورانۍ ته زړه ښه کړي.
د یو هیواد اقتصاد د خلکو په ژوند باندې مستقیم اغیز لري او د خلکو ژوند په پوره توګه تر اقتصاد پورې تړلی دی. که خدای مه کړه د افغانستان اقتصاد تر دې هم بدتریږي نو د خلکو هغه فیصدي چې د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي هم لوړیږي. او همدا شان که اقتصاد مو پرمختګ کوي نو د خلکو ژوند هم ورسره ښه کیږي.
په ډيرو سیمو کې اوس هم ماشوم د ښوونځي پرځای کوم دروند کار کولو ته تشویقیږي او په سرنوشت یې لوبې کیږي. خو دا په دې معنی نه ده چې د دوی کورنۍ د علم او پوهې په اهمیت نه پوهیږي او یا هم په قصدي توګه دا کار کوي!
دا د دوی مجبوریتونه دي چې خپل ماشومان د ښوونځي پرځای کار ته لیږي همدا ماشوم چې کله لوی شي نو بیا د جنګ میدان ورته د بریا وروستی پړاو ښکاري او د جهالت د تورو لوګو په اوسیدونکي بدل شي.
نو؛ ښکاره ده که قومونه د غربت څخه وژغورل شي نو د جهالت څخه هم ژغورل کیږي!

[/pukhto]

4 خوښونې

اړوند مطالب

واده د خوښې ګناه نه ده
د باران او ناوې کيسه
د ځواب شعر
د جنت په نوم !
افغان پوځ وسلې نه شي ساتلی
د دښمن ننداره
کتاب مې د ژوند ملګری دی
په یخنۍ کې د پوستکي ساتنه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

نوومبر 2016
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
2627282930  
« Oct   Dec »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /