67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

کوچنی فیلسوف

نورالدین فطرت

[pukhto]
د پارک په څوکۍ ناست وم او مبایل کې مې فېسبوک پرانېستی و.‌ د فراهي ماشوم ویډیو مې کتله چې د یوسف په شان یې څاه کې اچولی و. یو غږ مې له نږدې واورېد: کاکا جانه ژاولې اخلې؟
ور ومې کتل، د فراهي ماشوم په عمر، په خیرنو جامو کې مې مخته ولاړ و.‌ د یوه زوړ پتنوس په زنګ وهلو لاستو کې یې یو تناب اچولی و او تناب یې په غاړه کې و؛ پتنوس داسې ښکارېده، لکه مات لاس. زما چې ژاولې نه خوښېږي، مننه مې ترې وکړه. هغه د څوکۍ له شانه راغی او ویې کتل چې زه په څه کې ډوب یم. ما د دې لپاره چې هغه ډارونکې ویډیو ورونه ښایم، د ښکلو تصویرونو لړۍ مې راواړوله. هغه راته کړل: دا څه دي؟
ما ورته وویل: دا مجازۍ دنیا ده.
ماشوم: مجازي دنیا څه ده؟
پام مې شو چې یو ماشوم د مجازي دنیا په مانا څه پوهېږي، باید بل ځواب مې ورکړی وای. خو؛ اوس مې باید هغه د مجازي نړۍ په مانا پوه کړی وای. ورته مې کړل:
مجازي نړۍ مانا؛ وینې یې، خو لمس کولای یې نه شې. د یوه غټ کېک تصویر مې وروښود، دې ته وګوره! دا دی راسره دی، خو؛ خوړلی یې نه شم. د عطرو بوتل مې وروښود، دا وګوره! ښکلي عطر دي خو بوی یې زه او ته حس کولای نه شو. د یوې ښکلې ماڼۍ عکس مې ورښکاره کړ: دا ماڼۍ څومره ښایسته ده، په لاس کې مې ده، مګر خپلولی یې نه شم.
هغه په حیرانۍ راته وکتل: کاکا! یعنې ستا مجازي دنیا خوښېږي؟
پوښتنه یې جالبه وه، د لنډې چوپتیا نه وروسته مې وویل: هو، زړه مې چې په تنګ شي، اکثر مجازي نړۍ کې اوسم.
هغه راته کړل: مګر زما نه خوښېږي، کرکه مې ترې کېږي..
ما په حیرانۍ وپوښت: یعنې ته هم انټرنېټ کاروې؟
هغه وویل: نه، په دې شیانو نه پوهېږم.‌ خو؛ زه په مجازي دنیا کې ژوند کوم. پلار مې راباندې ډېر ګران دی؛ غواړم غېږ کې یې ټینګ ونیسم. خو هغه بندي دی؛ کله یې محبس کې لیدو ته ورځم. هغه د پنجرو او جالۍ نه هاخوا او زه بلې خوا ولاړ یم؛ وینم یې، مګر لمس کولای یې نه شم. ښار کې چې ګرځم، د کېک او کلچو هټیو کې، د ښیښو تر شا زما د خوښې کېک او کلچې ایښې وي، خو؛ خوړلی یې نه شم.
مور مې په پردي کور کې کار کوي؛ سهار وخته وځي او شپه ناوخته راځي. مور مې لکه هغو عطرو داسې ده چې تا یې تصویر راوښود، هغه راسره ده؛ مګر زه یې خوږ بوی نه شم احساسولای.
دا ښار او دا کوڅې له ښکلو کورونو او ماڼیو ډکې دي، زړه مې غواړي چې مونږ یې هم ولرو؛ خو، خپلولی یې نه شم.
کاکا جانه! زما په دې مجازي نړۍ کې زړه په تنګ شوی دی، غواړم ترې ووځم…
د هغه سترګې د دې خبرو په وخت کې له اوښکو ډکې شوې وې او زما یې هم ستونی سم راډک کړی و. غېږ کې مې ونیوه، دواړو د یو بل سلګۍ اورېدې. په غریو نیولي ستوني مې ورته وویل: ته خو سم فیلسوف یې.
هغه مې ځان له غېږې خوشې کړ او زما سترګو ته یې وکتل: یو بل چا هم یوه ورځ راته فیلسوف وویل. زه یې په مانا پوه نه شوم، خو؛ اوس مې سر خلاص شو. یعنې هر څوک چې په مجازي دنیا کې ژوند کوي، فیلسوف دی.

[/pukhto]

2 خوښونې

اړوند مطالب

د سيستم اصلاح د هر افغان غوښتنه ده!
پلار
وخت پوره دی!
د مور زړه
ډېر به مو نه وي اوريدلي!
سم مزل نه شو کولای
د مازيګر بنډار پنځمه ناسته وکړه
جګړه چا وګټله او تاوان چا وکړ

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

نوومبر 2016
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
2627282930  
« Oct   Dec »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /