کُرونا، د انسان د لاس جوړ شوی ویرس

محمدآغا ابراهیم خیل
[pukhto]
تر دې دمه د نړۍ له(سلو) ډېرهېوادونه دې ویروس سره لاس او ګرېوان دي، رواني ناروغۍ ډېرې شوي، سوداګریزې چارې په ټپه ولاړې دي، د نړۍ ګوټ، ګوټ ته په میلیونونو، میلیونونو الوتنې ځنډېدلي، نړیوالو سوداګرو ته په میلیاردونو ډالره زیان اوښتی، په ډاډه توګه څوک یو بل سره روغبړ نشي کولای.
یو انسان له بل انسان څخه لرې تښتي، د نړۍ بېلابېلو هېوادونو له یو بل سره خپلې پولې وتړلې، د ځینو هېوادونو په ځینو ولایتونو کې خو ان ژوند په ټپه ولاړ دی چې ښه مثال یې د دې ویروس زېرمه د چین(وهان) ښار دی.
د ایټالیا ټول هېواد قرنطین دی. یو ستر بشري ناورین را منځته شوی. د دې ټولو سربېره، اوس دا ده د کُرونا ویرس څرک پر زخمي، ژوبل، بېچاره او مړ ژواندي افغانستان هم ولګېد.
زه فکرکوم اوس تر هر وخت ډېر مونږ ښه پوهېږو چې انساني نسل خورا ډیر ځان غوښتونکی دی او د خپلو شخصي ګټو لپاره هر څه کولو ته چمتو دی.
توماس هابز بریتانیوي ټولنپوه او فیلسوف کلونه پخوا دا خبره کړې وه چې انسان د بل انسان ګرګ دی.
کُرونا ولې د نړۍ تر نورو هېوادونو چین او ایران ډېر زیانمن کړل؟
که مونږ د نړۍ په کچه سوداګریزو هېوادونو ته وګورو نو چین د صادرونکو هېوادونو د کتار په سر کې راتلو چې د کُرونا له امله یې هر څه په ټپه ودرېدل، ایران هم ورته حالت درلود.
امریکا له چین او ایران سره ښې ډیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې نه لري. ځکه خو دوی تر نورو هېوادونو ډېر د کُرونا ويروس تر اغېز لاندې راغلل او وځپل شول.
موږ په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو چې ډېره دروغجنه، دوه مخې او مکر څخه ډکه ده. پرمختګ مهم دی مګر د نورو انسانو د وژلو په بیه نه. چا چې د دې ویروس په هکله فکر او سوچ کړی وو هغه خو پدې بریالی شو چې ویرس جوړ کړي او دا ده پایله یې هم مثبته ووته.
د امریکا لخوا د سیاسي موخو لپاره جوړ شوی د کُرونا ویرس اوس امریکا ته هم د سر درد دی. ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر په خپل هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي