کړکۍ
احمد جمال جمال
[pukhto]
هغه چې کله د کور په جوړولو کار شروع کړ نو زه ورسره په دې خبره ورانه شوم چې دباندې خواته کړکۍ مه پرېږده، خو سالار مې خبره رد کړه، ویل یې؛ ته د اوسنۍ ابادۍ نه څه خبره یې؟ اوس خلک څلور خواو ته کړکۍ پرېږدي، دا د عصریت نښې دي، څومره خوند کړي چې ماښام په کې يخه هوا راځي او د اسمان ستوري او سپوږمۍ له بالاخانې نه ګورې او بیا په تېره د مخامخ لښتي مازیګر چې د جونو غوبل ورباندې جوړ وي او هره یوه یې په اوبو لمده خېشته وي، له پلوونو نه یې اوبه څڅېږي او زه لکه شهزاده له دې کړکۍ ورګورم.
ته پوهېږې زما خو دا ټولې خوښېږي خو هغه د مرجان لور نه ده! سمه د کوه قاف ښاپېرۍ ده، ښایست ته یې خلک ګوته په خوله دي.
ورته مې وویل: غلی شه! دا کلی دی، په ټول کلي کې چا دويم چت نه دی جوړ کړی او ته هرې خواته کړکۍ پرېږدې.
سالار خپله ومنله، کور جوړ شو، په رښتیا هم په خړ پړ کلي کې یوه ملغلره ښکارېده، سالار به مازیګر له کړکۍ نه د لښتي په سر ناستو جونو ته کتل او ماته به یې ویل وګوره دا هره پېغله په زړه کې ارمان لري چې زما مېرمن شي او په دې جنتي کور کې په سکون ژوند تېر کړي، خو ته پوهېږي ما پکې صرف د مرجان لور ته دانه اچولې او که خیر وي ډېر ژر به یې په دام کې ونیسم.
تل مې هغه رټلو او کړکۍ به مې بنده ساتله، خو د سالار دام همداسې پسې غځېده، کله به یې یوه خوښېدله، کله بله، ما به چې خبرې ورته وکړې، نو هغه به ویل؛ ته زړه نلرې، ما خو پرېږده چې له جونو نه خوند واخلم، ته څه پوهېږې، ګوره هغه د مرجان لور ته چې په غېږ کې سر کېږدم څومره خوند به وکړي؟ هغې سره خبرې او دا چې ورسره…
نو ما به ورته کړل چې؛ زه یم که نه، ته ولې داسې خبرې کوې؟ څوک به دې وګوري، مړ به دې که او هغه د مرجان د زامنو خو هسې هم سترګه سره ده، دې خبرو او کارونو نه تېر شه، چا سره به په غم واوړو، بیا به نه ته یې او نه دا کړکۍ، مه مې خواروه.
خو سالار نه کلارېده او دومره شوق پارونکې خبرې به یې کولې چې ما به یې هم په خبرو کې یو خوند احساس کولو، خو بیا مې هم د هغه مخه نیوله.
د اوړي یوه غرمه کور کې ځانته وم، ګرمي ډېره وه، بالخانې ته وختم، يوه شېبه پرته وم چې د سالار خبرې مې زړه کې راوګرځېدې، چې ویل به یې: مینه، محبت، په نوې او نا اشنا غېږ کې سر اېښودل ډېر خوند کړي.
له ځایه جېګه شوم، په شیطان مې لعنت کړ، په کړکۍ مې دوه مېخه ټک وهل، چې سالار هم ترې خلاص شي.
مازیګر چې هغه کور ته راغی، د چای لپاره یې خواږه هم له ځان سره را اخیستي وو، ماته یې د چایو وویل او بره وخت.
کله چې زه کوټې ته ورغلم، سالار د کړکۍ پرده کش کړه، ویې خندل؛ اه! ته څومره په دې څلور دېوالونو کې خوشاله یې، غواړې چې ما هم بندي کړې؟ هغه په کړکۍ زور وکړ، نه خلاصېده، چې ویې کتل مېخ شوې، ماته یې دومره ستغې سپورې وکړې چې ما مخکې نه وې اورېدلې.
ویل یې؛ ته که ښځه وی تا به بچی راوړی وی، ته ولې نه پوهېږې؟ زه دې کړکۍ نه خوند اخلم، خوند، زړه مې خوشالومه.
بس ما هم له هغې ورځې زړه صبر کړ او کړکۍ به شپه ورځ خلاصه وه، ځکه چې هغه مې خاوند و.
یوه غرمه بیا پاس وختم او په نه زړه مې کړکۍ نه سر وویسته، ومې کتل چې ښایسته هلک د لښتي په غاړه کتابونه ګوري، ورته ودرېدم، راپام یې شو، کتابونه یې بند کړ او سترګې یې راکې بندې کړې.
دې ځوان زما ژوند رابدل کړ، په کړکۍ د ودرېدو عادت شوم او خبره دې ته راورسېده چې خبرې مو سره وکړې، درس لوستو ته راته.
زړه مې نه غوښتل چې هغه دې غرمه کې خپل کور ته لاړ شي، زیات وخت مې ورته له همدې کړکۍ نه خواړه ورکول، یوه ورځ چې سخته هوا وه او باران ورېده زما په غوښتنه کور ته راغی، په خپله لوپته مې د هغې مخ او وېښته وچ کړه، خو د هغه په سترګو کې څه لوېدلې وو، ما یې سر په خپل زنګون خور کړ او سترګه مې ورته په لمن پاکوله، همدلته د سالار خبره رایاده شوه چې د نوې او نا اشنا غېږ خوند څه بل شان وي.
یو وخت مې ولیدل چې نه باران شته او نه هوا خو په کوټه کې مې خسر او خواښې ولاړ وو، هغوی په قهر او کنځلو شوو او موږ پسې یې د بالاخانې دروازه بنده کړه، خسر مې ویل چې ځم سالار خبروم.
د مرګ او شرم له ډاره موږ دواړه په کړکۍ کېوتو او وتښتېدو، هغه زه ډېره لرې راوستم، په خپله لاړ او زه يې ددې کلي خان ته د خدمت ګارې په حيث پرېښودم .
دلته خپه نه یم، خان ته ګرانه یم او سالار خو هسې هم له کړکۍ نه خوند اخلي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي