کیسه او پیغام
نورالحق حداد
[pukhto]
د آغلې زاهدې سبا پر کتاب
دا ژبه په غره او راغه د پیړیو راهیسې د نظم او نثر دواړو په برخه کې ژوندۍ پاتې شوې، دا کار یواځې نرانو ندی کړی، بلکې د ټولنې هر هغه وګړی پکې شریک دی، چې پښتو وايي.
زموږ په ټولنه کې ډېرې ښځې په ناوېتوب کونډې شوي، د سرونو د زیان او تاوان سره مخ شوي، ویر لړلي، بورې شوي، ډېرې خوېندې ځورېدلي او ژړېدلي او بیا په نادره ساندو مجبوره شوي.
د لښکرونو ملک ته وایه
ډېرې دې کونډې کړې خېرې درته کوینه
د غم او خوښۍ شېبې زموږ د ژوند برخه ده او دا د پښتنو په هر کلي، کور او کیږدۍ کې شته. په پښتنه ټولنه کې بیا د ښځې د کار ونډه د حده تېره ده، اخلی پخلی، غوجل او د ماشومانو پالنه د خپلو سړو سره اوږه په اوږه د ژوند په نورو ورځنیو کارونو کې اخته دي، په غریزو سیمو کې د چینو نه اوبه راوړل، د غنم لو پر وخت د ګېډۍ راچلول او یا په سرو منګولو وږي ټولول، د ګرمۍ په موسم روژه په خوله تناره ته ولاړه، په پخلنځي کې ناسته، خو سره له دې یې موزي له کمڅۍ نیسي، چې مالګه کمه زیاته ده.
ښځه که د شرق ده که د غرب، ځوانه ده که زړه، تر خپلې وسې پورې د خدمت جذبه په زړه کې لري، چې بېلګې یې نور مخلوق کې نشته.
کله چې یې احساس له ذوق سره غاړه ورکړي، د اور غرغندي یې پورته کړي او دې اور بیا ادبي طبیعت ناقراره کړی، ځکه دا د پښتون رنځوره چیغه، سوړ اوسېلی، مات زګیروی؛ لکه د زاهدې سبا (ړنده) کیسه چې د تاریخ جبر په جرئت سره ښکاره کوي، بېلګه یې:
( دا هغه شېبې دي چې وطن د جنګ زور و وسلوالو او دولت دواړو ولس ټکاوه، د همدې کیسې اخر کې راځي، د ارزو سترګې پلستر کې پوښل شوې وې، غېږ مې ترې تاو کړه، هغه مې پټې سترګې ځولۍ ته راولوېده، مورجانې تا خو ویل بې علمه خلک ړانده وي، زه خو د علم په لاره کې ړنده شوم ).
محترمې سبا په خپلو کیسو کې ټولنیزو چارو ته فکر کړی او پښتني ټولنې ته یې د اصلاح پیغام ورکړی، چې په عمومي مېلو کې د نورو د ازار سبب نه شي او د قدرت پر ګدۍ ناست خو هسې په خوله د ازادۍ سورې نارې وهي، په (قصابخانه) کیسه کې د پرښتو په څېر په سپینه جامه کې انساني خدمتګاران هم تر وړۍ سپک شوي او د سبا په فکر ځینې خواښې په دې نه پوهیږي، چې کومه مور اول لور وزیږوي هغه مبارکه وي، نن خپل زوی ته پم ورکوي؛ وایي: (( د تربرانو دې لښکر زامن ګرځي او ستا بي بي چې کېني نو لور راوړي.
نازولې، دا کیسه د یو ګران زوی په کړو وړو او انجام باندې څرخي؛ د مکالمې یوه بېلګه یې: (مدام به یې په کور کې درز غوبل جوړ و ).
که (لیکواله) کیسه ده؛ که (پښیماني) هره یوه حقیقت ته لنډه ده. سړی چې سیپو شي په ځان پوه شي، (آفرین دې په ولول تورو سنبلو)، په قلم د ښځینه نړۍ درد، خوښي، هر څه یې د لیدو سره سم کاغذ ته کړي.
د میرې د کیسې په ټپه لیکنه پای ته رسوم.
ټوخــی په رو کوه سر وخـورې
مـــور مـې مــیره ده اوس بــه نـېغه ناسته وینه
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي