ګلابونه ستا اوربل ته
ځواب
[pukhto]
ما چې مې په خپل کوم ورور نوم ايښی و هغه شاعر شو!
شل ۲۵ کاله وړاندې چې ما د پښتونخوا په باړه کې منډې وهلې هر مازيګر به د شيخانو کلي کوزو هټيو د ولي بال سيال ته کېناستم.
لوبه د سپين ږيري نشنلي خان د حجرې مخ ته کېدله، خان بابا به هم کله کله راوتلو او مونږ سره لوبې ته کېناسته، ډېر ښه سړی و، په خبرو يې زما ذهن روښانه کېده!
دې کلي ډېر ښه لوبغاړي لرل، چې يو يې په ونه دنګ ځوان صادق و!
صادق که څه تر ما په عمر مشر و، خو پوهېده چې زه يې د لوبې مينه وال يم، نو ډېره مينه يې راکوله، ټورنمټونو او مېچونو ته به ورسره کله سربند،شيخ مامدو… او صدر ته تلم!
صادق په ما دومره ګران و، چې زما ورور پيدا شو، نو ما پرې نوم صادق کېښود!
نه پوهېږم چې زما ملګری صادق به اوس څنګه وي، خو دا صادق شاعر شو!
ما چې اوس د صادق )ګلابونه ستا اوربل ته( کتاب پښتۍ وليده، ټولې تېرې خاطرې مې سترګو ته شوې!
تر اوسه مې له صادق سره د ورور په څېر چلند کاوه، لږ ترې مرور وم، اوس مې ملګری هم شو، خو کاش چې دا کتاب مې مخکې تر چاپ لوستی وای!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي