ګودر او مازيګر
مجیب الرحمان ایمان
[pukhto]
ډیر مو سره نه لیدل، په کوم وخت کې به چې هغه وزګاره وه نو زه به نه وم، چې زه به وم هغه به نه وه، بس سمه د ملا او چړي د درس کیسه وه.
د جمعې په ورځ خو یې هیڅ امکان نه و ، خو د اونۍ په اوږدو کې به مې بیا کله کله لیده کاته سره کول، هغه هم بیا په غلا، چې کله به د دې ښوونځی رخصت شو نو ما به ورته د آخیر ساعت درس پریښود او د ښوونځی لاره به مې یې ونیوله.
د تږو سترګو تنده به مو ماته کړه، تر ډیر وخت وروسته مو په یو کورس کې سره درس پیل کړ، کورس مو یو خو ټولګي مو سره بیل و، لیده کاته ډیر شول.
خبرې ښې ګرمې شوې وې، د کم وخت لپاره زما ټولګی خلاص شو، نو کورس ته به هم نه راتلم، کله مې چې کورس ته تګ بیا پیل کړ راته وايي، راځه ما د انټرنټ نوی ټولګی پیل کړی دی، ته یې هم را سره پیل کړه.
ډیر ښه خوندور درسونه یې دي، نوی خبرې دي، ډيرې نوې دي، کلاس مې ور سره واخیست په ټولګي کې هم سره یو ځای شو.
یوه ورځ یې راته وویل، نن مې راته بابا د کلي کیسې کولې ویل یې، ګودر به وو، پیغلې به وې، کیسې یې ښې کولې، زه فکر کوم د دوو د مینې او د یو او بل د لیدو لپاره یوازې ګودر او ګودر هم بیا په مازیګر کې.
اوف ګودر یې راته دومره ډېر یاد کړ چې د ګودر نه مې بد راغلل، هر خبره ګودر، زیړ مازیګر، بیا یې راته د خپل مین توب کیسه کوله، هغه هم په ګودر کې وه، په غټه ادې مې په ګودر کې مین شوی و.
ـ څه! په غټه ادې دا بیا څوک ده؟
ـ اوف نو بل څوک کیدای شي نیا مې یادوم هغې ته موږ په کور کې غټه ادې وایو.
ـ هو هو وایه نور یې څه ویل ډیر عاشقانه ځای دی ګودر که څه ما لیدلی هم نه دی خو اوریدلی مې دی، ای کاش چې اوس زه او ته هم د کلی مینان وای.
ـ اوف زما کلی او بیا یې ګودر هیڅ نه خوښیږي، نو مینه به یې څه وي، له یو بل سره خبرې نشي کولای یوازې لیده کاته لږ لږ هغه هم له لري، اوف ښه یو چې د
ښار یو.
ویل یې چې لومړی به دې غټې ادې راته کتل زه دومره کر کره ځوان وم چې غټه ادې دې راپسې مړه وه.
ما په همغه وخت بابا ته وویل چې شکر زه خو د ګودر او مازیګر نه خلاصه یم او اوس هم شکر کوم کنه ګرانه.
ـ هو خو ستا شکر سم دی او زما بیا ګودر او مازیګر ډیر خوښیږي، چې کیسې یې دومره ښکلې دي، مینه کول او مینه به یې څومره خوندوره وي، دا یوازي په دې
وختو کې نه دی بلکې پیړۍ پیړۍ وړاندې زموږ پلرونو ګودر در لود او د مینې ځای یې و.
ـ هو پوهیږم ته هم په دې کشر توب کې مې د بابا په شان خبرې کوې او ګودر درته خوند در کوي، پریږده ښار ښه دی او ښه و او ښه وي.
پرته له منلو بله لاره نه وه، در سونه نور په خلاصیدو شول فیس بوک کې به مو مسیجونه سره کول راکول، کله به مو په ویډیو کال خبري سره کولې.
یوه اونۍ وروسته مو ښوونځي پیل شول سهار وخته به زه ښوونځی ته تلم چي موږ به په ښوونځي کې وو دوی به ښوونځي ته د ننه کیدې ډیره ناوخته به له ښوونځي څخه رخصت کیدې.
په ښوونځي کې دې ټلیفون نه در لود چې چټ مو کړی وای او وروسته له مازیګره ما تمرین کاوه، تمرین خو د نني عصر لپاره اړین څیز دی په ماخستن کې به نه ماته کمپیوټر او انټرنیټ لاسته راتلل او نه هم هغې ته، ځکه چې زه هم د کور کشر زوی وم چې او هغې خو به بیا خواړه تیاره ول هغه کوه دا کوه کورني دنده کوه، خو لنډه دا چې په ماخستن کې چټ ناشونی و .
څو اونۍ ووتې چې سره مو ونه لیدل زه يې لیدو ته ډیر لیوال وم دا خو اوف نور خو خپله پوهیږې چې جینۍ خو جینۍ وي، سمه لیونۍ شوې وه.
د ښوونځي لاره مې یې ونیوله چې ومې لیده ډیر ورته خوشاله شوم ورومې ورته غږ کړ، ای! ای! د کوچو غڼډارۍ، دا مې ورته ځکه ویل چې ډیره ښایسته وه سپینه مينه، ګرده مرده، وړه سره مڼه.
او دا زما د امریجنسي وخت غږ و او د دې هم ډیر خوښ و، رمز و نو، راته یې راوکتل، ډېره خوشاله شوه، خواته مې یې ګړندي، ګړندي ګامونه راواخیستل راته وايي:
ای لیونیه ته چیرته وې ولې نه راتلې وې، اه وایه یوه څه خو ووایه.
ـ وایم یې خو که ته راته نوبت راکړې راتلم درسونه سخت وو، خوستانه مهم نه و، پلار مې څارلم هغه راباندې لږ څه شک کړی و او په کور کې یې د انټرنیټ
پسورډ بدل کړی دی.
نو زما په کمپیوټر کې اوس هغه هم نشته دی، نن مې هم په ډیره سختۍ د ټولګي څخه راتښتیدلی یم، راځه نن ته هم ښوونځي ته مه ځه دواړه به یو ځای چکر ته لاړ شو.
د تیرو به سره کیسې وکړو او په راتلونکې به پلان جوړ کړو. اننګي یې سره واوښتل مخ یې رانه تاو کړ.
ـ سمه ده راځه چې ځو، دواړه سره روان شو ای خوا دې خوا مو سره خبرې وکړې او ریښتیا نوره هم لویه شوې وه، ډیره لویه شوې وه، ادا، نخره او خندا په هر
څه کې یې مینه را ټوکیدلې وه، د ښارښکلي پارک ته لاړو هلته سره کښیناستو، خواړه، څښاک …، بیا یې راته د ګودر نه پیل وکړ وایې:
زموږ مشرانو ته لکه چې نور کوم ځای نه و او ، چې دوی ورباندې پل ایښی وای، پلار او مور مې هم په ګودر کې سره په یو او بل مینان شوي وو.
مور مې راته د ګودر په اړه ډیر وویل چې دومره سات به مو پکې تېر و چې پوښتنه یې مه کوه.
د ګودر مازدیګر د جنت له وختونو څخه الهي ډالۍ وه، خدای خبر دی چې په دې مازیګر ولې دوی دومره مین دي، ته راته ووایه په دې کې یې څه لیدلې دي چې دومره ورته ګران دی، نور وختونه نشته .
سمه ده زه یې در ته وایم په تا هغه وخت ګران دی، چې زما سره پکې ګورې او یا ما درته وعده در کړې وي.
ـ هو راته ګران دی خو دومره هم نه لکه د دوی ګودر او مازیګر.
ـ خوبس دوی ته ګران دی، زه یې درته په ریښتا سم در پیژنم خو یو څه وخت غواړم چې په اړه یې لږ نور هم پوه شم سمه ده ګرانې.
ـ سمه ده خو په څومره وخت کې؟
ـ نور هغه ماته پریږده، هو نور زه د تمرین وخت بدله وم د سهار له مخې ورځم، په مازیګر کې به دواړه سره چټ کوو، هر مازیګر چې درنه هېر نه شي.
ـ اه ګرانه څومره ښه به شي چې ته سهار وخته کلپ ته لاړ شي او هر مازیګر به دواړه یو بل سره به وینو.
ـ هو هر مازیګر چې ته له ښوونځي راتلې او دا وینو به څنګه ؟
ـ دا ویډیويې چټ لیدل نه دي، نو څه دي، ته دې ته لیدل نه وایې؟
د ښوونځي د رخصتۍ وخت کیدونکی و، راروان شو، دا خپل کور ته لاړه، ډیر خوشاله وم..
هر مازیګر مو سره چټ کاوه دې کار مو څو میاشتې دوام وکړ، زه یې هم ډیر عملي شوی وم چې مازیګر به شو هیڅ طاقت به مې نه کیده چې چټ دې ونه کړم.
له ډیر وخت وروسته مې یو څو ورځې ځان له چټ نه غیرحاضر کړ، د جمعې مازیګر وو بیا آنلاین شوم راته یې سلام وکړ ، دومره غوسه وه چې اوف اوف اور و اور.
وایې دا څومازیګره راباندې داسې تېر شول لکه کلونه، نن مې هم دومره خدای پاک ته دعاګانې وکړې، سترګې مې څلور شوې ستا غمي ته چې اوس به شین کیږی اوس به کیږي، چې کله شین شو ډیره خوشاله شوم وایه چیرته وې؟
ښه اوس نو پوه شوې چې د ګودر مازیګر ولي په کلیوالو خلکو ګران دی، د هغوی په عصر کې ګودر و او زموږ په وخت کې انټرنیټ دی، د دوی په ګودر کې دیدن و او زموږ په انټرنیټ کې بس همدومره.
ـ هو په والله چې ډیر ښه وخت دی په رښتیا چې پښتانه ښکلي دي، دودونه یې ښکلي دي، رواجونه یې ښکلي دي، قربان یې له دې پاکې مینې شم.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي