67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

‎اووښتی ‎

لنډه کيسه - پسرلی نجيبي

[pukhto]
د دوه زره شپږم عیسوي کال د اکتوبر میاشت وه. تنګ او ددنیا نه موړ راپاڅېدم… د خپل ملت او خاورې په خیال به سحر وختي مرداره خوله د بي بي سي پښتو صفحې ته تللم او هلته به مې د ویر، ظلم، زیاتي، سر پرې کولو او ځناورۍ ويډیو ګانې تر سترګو شوې. خو یوه ورځ چې د الله اکبر په نوم د یو بې چاره سړي چې په کلیمه لګیا وو او د شهادت کلیمه يې ویله چې سر يې ترې غوڅ که..
‌‌‌‌‌‌ډېر خواشینې شوم او د اسلام له دین نه په شا شوم، ‎د متحده ایالاتو د اوهایو په ایالت کې په یو ورکوټي غوندې کلي کې اوسیدم. شااوخوا مې ټول عیسویان او یا هغه خلک پراته ول چې هېڅ دین او خدای نه پيژنې.
په سوچ شوم… د صحرا په لور ووتم…له فصلونو ‌‌‌‌‌‌ډک پټي وو.. د ښکلې او پاکې فضا او هوا چې ټول فصلونه يې خوځول او د مرغیو خواږه غږونه وو.. ماحول اوفطرت له یو بل سره خوشاله وو..
زه په ژور سوچ کې لاړم چې راځه نور دینونه مطالعه کړم .. ‎په چم ګاوڼ‌‌‌‌‌‌ډ کې یو تک سور امریکايي اوسېده چې پيټر نومیده، زیړ ویښتان او ګرده ګیره چې انګریزان ورته فرینچ کټینګ وای هر وخت به پيټر د شړشمو په تیلو غوړوله او د پيټر په مخ به ځلیده..
د پيټر په ما د ‌‌‌‌‌‌ډیر وخت نه نظر وو .. پيټر ‌‌‌‌‌‌ډیر خوش اخلاقه و، همېشه به يې په مخ مسکا وه او تل به يې ویل چې جیسس یعنې عیسی به همیشه د نورو سره ښه اخلاق او مسکا کوله.. ‎پيټر د کلیسا یو لوی خدمتګار وو… چې هر شی به کم وو او یا به کلیسا پاکېده؛ نو پيټر به په اول سر کې ولاړ وو.
یو زوړ جیپ او زوړ کور يې لرلو چې په نولس سوه شل کال کې جوړشوی و. پيټر عیسویانو کې د کاتولیک په مذهب وو.. ما ته يې دعوت راکه ، کلیسا ته يې وغوښتم ..کلیسا کې ټولو انګریزانو نیکټايي او پيڼټ شرټ اغوستی و.. ټول منظم ناست وو.
خو سر به مو څه خوږوم شروع د پيانو په سندرو چې عیسویان يې د داوود ع نعتونه بولي.. هر یو سره په وړو وړو کتابچو کې وو او ټول ودریدل. پيانو ته یو اتیا کلنه زړه بو‌‌‌‌‌‌ډۍناسته وه.. په خوند خوند او د اخرې ثواب په امید يې ‌‌‌‌‌‌ غږوله…
بس ټولو د پيانو له غږ سره نعتونه شروع کړل.. بو‌‌‌‌‌‌ډۍ لس مینټه ثواب وګټه.. ټول بیرته کېناستو.. ملا ممبر ته وخته او د نننيو بدو حالاتو په نظر کې يې وویل چې عیسی د خدای ځوی او د هغه پلار چې وحده لاشریک دی او سپيڅلی روح درې واړه خواشیني شوي دي…
عیسی چې په دریو کې دریم دی رابه شې اوټولو خلکوته به بیا ووايې چې زما پلار خفه دی او یو ځل بیا به د شرق نه غرب د مینې او صلح په ژوند بیا پيل وکړي..
خو بس اپلتې يې پيل کړې چې دا دریم په څلورم او پلار او ځوی ته يې بیا بیا اشارې وکړي ځکه هغه او د کلیسا نور وګړي ‌‌‌‌‌‌ډېر خوشاله وو چې نجیبې صیب راووښتی دی او ټولو مسکي مسکي راکتل..
پيټر چې په کلیسا کې يې عزت وو، هغه نور هم زیات شو او د خوشالۍ د لاسه په کالو کې نه ځایده او تیز يې په تبرګي نه ماتېده چې سړی مو راواړوو..
‎بله هفته یعنې د یکشنبې په ورځ چې عیسویان کلیسا ته ځي پيټر په زوره او په خوشاماندو زه بیا کلیسا ته ویوړم.. ما ویل بده خبر ده مشر سړی ‎دی خو بس لاړم. ټولو هر قسم خواړه او میوې وچې او لمدې ټولې راوړې وې…
د غټې میلمستیا فضا وه…. پلان داسې وو چې نن راباندې د عیسویانو شهادت کلیمه ووايي او په سپيڅلو اوبو زما بدن ووینځي.. سپيڅلې اوبه یعنې هولي واټر هغه وخت کې استعمالېږي څوک چې د عیسویت دین ته اوړي..
یوه غټه چاټۍ چې په کلونو کلونو پکې دا اوبه پرتې وې په سلهاوو عیسوي عالمانو او ستر مفتي چې پوپ ورته وايي هغوی د فضل او رحمت او غټو غټو سورتونو دم کړې وې.. خو بس کمیس يې رانه وویست او ټولو سترګې پټې کړې او دعا يې شروع کړه چې ماته عیسی هدایت وکړي او د عیسویت د دین توفیق راکړي..
هغه اوبه چې وخت پرې تېر شوی و سمې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډوزې ترې تلې خو په ما يې راواړولې.. او ټولو مبارکي راکړه چې نوي ژوند ته ښه راغلاست… ‎
د عیسویانو د عالمانو او مفتیانو ‌ میلیونهاوو ‌‌‌‌‌‌ډالرو ته لاس رسی وي دا پيسې د خلکو نه په خیرات راغونډې شوي وي.. پيټر زه یوې غونډې ته وېوړم، ستر عالم همدا خبره کوله چې عیسی ته پيسې پکار دي او که درسره وي او که نه وي درسره بس نغدې ورکړئ.. که نغدې نه وي چیک ولیکئ او که غواړی جهاد او د متقیانو په صف کې ودرېږئ له بانک نه يې را قرض کړئ..
ما ویل کش که پړی… ځان سره سوچ کې شوم چې زیاتره دینونه د پيسو د پاره استعمالیږې…خو بحر حال زمونږ سره یو سړی خو اته ناست و باور يې وکړ… د لس لکو ‌‌‌‌‌‌ډالرو چیک يې ولیکه او لاسپيکر کې يې دې عالم ته وويل چې که عیسی دې بیا خوب ته راغی ورته ووایه نورې هم راروانې دي…
عالم ورته وویل بېګا ته راځي او سړی چې خواته راسره ناست وو داسې خوشاله شو چې د خوشالۍ د لاسه ترېنه یو دوه سلګی هم ووتې..
‎په همدې ورځو کې د عیسویانو لس غټ غټ عالمان ، هغه عالمان چې عمري واده نه کوي… او ټول عمر د ددین او د خدای په خدمت کې تېروي.. لس واړو باندې د امریکا په محکمه کې دوسيه چلېده، چې هر یو شپاړلس هلکان چا اته هلکان چې عمرونه يې صرف پنځه کلن شپږ کلن او لس کلن وو، هلکان ماشومان غولي وو…خبره یوه میاشت په خبرونو کې وه بس بیا ورکه شوه..
پيټر په دې کار سترګې ټيټې اچولې وې اوپه دوی يې لعنت ویلو خو ویلې يې چې دا خبریالان دروغ وای.. ‎دې نه یو څو میاشتې وروسته د عیسویانو یو بل ستر عالم او مفتي چې په میاشتو میاشتو به يې یوې کچنۍښځې ته په یوه شپه لس زره ‌‌‌‌‌‌ډالر ورکول او مامیله به يې ورسره کوله..
کمرې او نور ثبوتونه راوڅيړل شو او سړی لاس په لاس له ښځې سره ګیر شو.. خبره بیا ووته او ‌‌‌‌‌‌ډنډ‌‌‌‌‌وره شوه بس ټولو خبري ایجنسيو همدا ویل چې د کلیسا د خیرات پيسې اوس په کونو او کوسونو ورکول کیږې؟
‎دې عالم او مفتې چې ددې کار الزام پرې و، وویل چې زه خپلو عیسویانو ورونو او خویندو ته یو پيغام لرم…او په دې تاریخ زه غواړم چې په لویه اجتماع خبرې ورسره وکړم… دوه میلونه عیسویان هغه اجتماع ته ورغلل د امریکا د ګوټ ګوټ نه ځکه سړی ‌‌‌‌‌‌ډیر غټ عالم وو او کتابونه او کیسټې او په رادیوګانو کې به يې بیانونه ورکول…
ددې سره سره اویا میلیونه نور د تلویزون له لارې دې جلسې ته منتظر وو…. بس جلسه شروع شوه عالم راغی او ويې ویل چې ما دا کار کړی دی او په ژړاشو او ویل بیګا عیسی زما خوب ته راغلی وو او راته يې وویل چې بچیم، معاف کړی مې يې.. ..
زه پوهیږم چې ته به دا کار بیا نه کوې؛ خو که دوه درې دې نورې هم وغولې بس باک نه کوي.. چې دا خبره يې وکړه په ټول مجلس کې د ژړا کړنګار شو او عالم بیا بیا وویل چې عیسی راته وویل چې بښلې مې يې.. بس ژړا ودریده او عالم وویل عیسی اخرې خبره دا وکړه چې پيسې مې پکار دي… بس بیا د مخکې په شان چاندې سل چنده ورکړل شوې او سړی وبښل شو…. ‎
ورونو همدغه سړی دوه کاله وروسته یو ځل بیا د ښځو سره دا ځل په دوو لګیا وو چې لاس په لاس ګیر شو.. موردګاو بیا ځان په ژړا او منافقت خلاص که..
ځان سره مې وویل …. مو دي هولي واټر یا سپيڅلو اوبو کې څه روان دي، یو ځل بیا مې شروع له درود شریف نه وکړه او لوی او یو خدای ته راستون شوم.

[/pukhto]

2 خوښونې

اړوند مطالب

غټ ويروسونه او پرازيت هم وايي کرونا جدي ونيسئ
ماشومان ژغورلی شو!
سلاکاران څه کولای شي؟
خاص خبره
ریاض تسنیم او د هغه استعاراتي ژبه
نور ولولئ
انسان / پير محمد کاروان
د ولسمشر ملاتړ بې دلیله نه کوو!
جګړه چا وګټله او تاوان چا وکړ

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مارچ 2018
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
31  
« Feb   Apr »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /