د ټيکساس ایالت یارانه

يونليک: پسرلی نجيبي
[pukhto]
په اول ځل له امریکایانو سره په جهاد کې د تالبانو او د جهاني ترور او تروریزم په جنګ کې غازي شوم. په دې جنګ کې د بري او د ښه مجاهد په نامه وبلل شوم او د امریکا ویزه يې راکړه.
د امریکا مې ډېر اوریدلي وو، د امريکا د مستو پيغلو او سیکسي کلبونو کیسې او د روپيو باران او د خانۍ او دولت او خرش پرش په چرتونو کې مې د مورجانې او پلار جان سره د اوښکو ډکه خدای په اماني وکړه..
مورجانې راته وویل چې د افغانستان خاوره ځواني مرګه ده..زویه په مونږ تېره ده او انقلاب دی تر اوسه خلک د یوبل وینو ته څه چې د خلکو په عزت هم تېری کوي؛ خو کابل هوائي میدان ته راغلم دوستانو د امیلونو او تحفو سره رخصت او د ایفونونو، چا سیون چا ایټ او چا د ایکس غوښتنه وکړه او ما ډکه خوله ورته وویل چې ټول ایپل درته افغانستان ته راوړم، د سټيوجاب او ګوګل سره..
د کابل هوائي میدان کې لس وارې وکتل شو او د سر نه تر نوکانو تالاشي وشوه.. زما زړه ته ګیله هم راغله او یو پولیس سره سور هم شوم خو هغوی بېچاره ګانو په ډېر عاجزانه انداز وویل خفه نه شې دا د امریکایانو او ناټو اوصول دي…
د کابل نه تیاره جیګه شوه او زما د افغانستان خاورې سره اخري خدای په امانې وشوه.. د کابل خاورې ته مې د تیارې نه کتل لکه دشته چې لیوانو خوړلې وي او ګرد، دوړو ټوله فضا نیولې وه..
پيلوټ وویل چې دوه ساته پس به د دوبۍ پاک او بین لمللي میدان کې کوز شو.. الوتکه کې مې سترګې ورغلې او پيلوټ ووی چې نیم سات پس کوزېږو.. چې د تیارې کړکۍ نه مې لاندې وکتل په شنو اوبو او په جیګو جیګو ساختمانونو مې نظر شو ..
نا امیده شوم چې په شل کالو کې دوبۍ د شګو نه اسمان ته وخته چټې په چټې او زمونږ وطن چې اوس هم د زور زیاتي او د وران انګړ او کونډو، یتیمانو نه ډک دی..
د دوبۍ او افغانستان مثال لکه یو نسل چې سل کال وروسته پاتې.. خو بحر حال کوز شو او د باندې د وتلو په وخت عربان چې لوی لوی شالونه او کټورۍ خولۍ په سر کړې وې یو نیم سات په کتار کې ایسار کړو او د تعصب نه ډک او شل ځله پاسپورت او دېرش ځله يې زما مخ ته وکتل..
زه هم وار خطا شوم چې په دې پاسپورت کې خو به مې ورور عکس نه وي لګولی؟ خوا ته یو قدردان او د سرو قالینو د ښه راغلاست کتار وو چې تک سپين امریکایان او انګرېزان به پکې په دوه دوه سیکنډونو کې میدان نه بهر وتل او په دواړو لاسونو لکه قران شریف به عربانو دا پاسپورت مچو او بیا به يې په خندا او پالش په نظر ورته وویل چې ویلکم…
ما ځان سره وویل چې دووسانومونږ خو مو څه ښځې نه دي غولي… بس ووتلو د هوټل نه بیرته راغلو سحر کې امریکې شریفې ته پرواز وو..
زړه رانه مخکې تښتېده چې زر زر لاړ شم چې د پيسو ساعت راپسې دوستانو او فامیل په نېټه کړی.. ډالر افغانیو ته او افغانۍ کلدارو ضرب او تل دا شوړې دي..
ددوبۍ میدان ته ننوتل هم غضب دی او راوتل هم ځکه ما ګناه کړې او څو څو وارې محبس نه راتښتېدلی او دنیاوي مجرم وم.. څلور بیګونه مې وو هر څه يې راباندې مخکې له دې چې ننوځم د میدان کارکنانو زما بیګونه راته د تیارې د کونې نه راویستې وو او زما منتظر وو ..
بیا مې ځان سره وویل ما څه بد کړي خو د افغانستان پاسپورت وو راسره… په میدان کې يې زما ټول سامان راوویسته او شین چای نه نیولې تر قرتو پورې يې ټول شیان معاینه کړل .
لس اته بتکې په اوبو کې لامبې.. عربان ښایم… راغلل او زما تالاشي يې واخسته.. د تالاشۍ نه وروسته بیګونه بیا لکه د کوچيانو کډې وتړل شول او د تیارې خېټې ته ولویدل…
څوارلس نیم ساعته د تیارې مزل چې نه په ذکر، نه په سندرو ، نه په ګډا او نه په ناسته او نه په مزل کېږې… بس سوپره د سړي راوباسي… بس ښکته شوه… یوه ښځه د تیارې خولې ته ولاړه وه او د سړو غوندې چغې يې وهلې چې جیبونه خالي کړئ.. کمربندونه اوبوټان وباسئ.. د ظالم لور سمه لکه لاسپيکر چې لګیاوي.
زه وارختا شوم ما ویل که زلزله ده او درود مې شروع کړ.. دوه نیم ساته. پس چې بیګونه بیا راوسپړل شو ما د خپل بکس د څنډې نه یو کاغذ وشکوو چې دوبۍ يې پرې لیکلې وه.. یو دم د ایمیګریشن یو پولیس راغی ما ته يې وویل دا غول دې دلته مه غورځوه، ګنې بیرته چې د کومې سوړي نه راوتی يې ما سره دومره پاور دی چې بیرته دې واستوم.. ډېره وړه خبره وه خو زه پرې ډېر ودګل شوم….
ما ته معلومات نه وو چې د امریکا جنوبې ایالتونه چې بایبل بیلټ یعنې د تورات کمربند په نوم یادیږې د سورسټو او تعصبې امریکایانو کور دی..
ما زړه کې ویلې موردګاوه که افغانستان کې ته وی ما به شکولی وی؛ خو اوس دلته یم.. خو غول خورده پښېمانه وم چې دا مې څه وکړل؟
ایرپورت کې یو مردار خور سوډانی زمونږ راتلو ته ولاړ و او یو مردار وین یا سوزکی يې راوستی و، بس یو ځای کې يې راته کورنیولی و چې شپږ کیلومترۍ کې رانه نور خلک پراته وو، سوډانی به څلور پنځه ورځې پس راتلو او سر به يې راښکاره کوو..
ما ورته ویل لږ زر زر راځه زمونږه کارونه دي کورکالي اخلو .. ویل يې زه نور کلاینټس لرم هغوی سره هم مصروف یم..
ویلکم مني یعنې د راتلوپيسې چې پنځه زره کیدلې دری څلور سوه رانه په هره سودا کې سوډاني ووهلې، د کور کرايه پيشکي نه بعد صرف یو پينځه سویز پاتې شو…
خو بس د حکومت خیرات ته کېناستم.. پنځه شپږ میاشتې هره ورځ به د خیرات دفتر ته غوښتل کېدم او په کراره کراره به يې رانه سل سل ډالر کمول.. خو بس راته يې وویل چې ته باید کار وکړې…
په ګیس سټيشن، هوټلونو او چمنونو له رېبلو نه تر لرګو ماتولو او د ساختماني کارونو پورې مې وکړل چې اوس مې هم ملا بوټه وتې وه..
په افغانستان کې ما بیلچه هم لاس کې نه وه اخستې، بهرحال د ټيکساس په مغازو او دوکانونو کې به د ښځې په حجاب خلکو داسې سترګې منډلې وې لکه مونږ چې پيران یو…
ټيکساس ته مې خدای په امانې وویله او راغلم کلیفورنیاته …. خیرات خو کم وو خو یو څو روپۍ راسره بچت شوې موټر مې واخست.
اوس امریکایان نر ښځه کونیان، زما شاته سیټ کې سړی له سړي سره لب چوشي کوي او زه يې موټروان یم… بس دې نه پس به ګورم چې امریکا راته بله څه ډالۍ راکوي؟
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي