زه ولې؟
حضرت بلال فاروق
[pukhto]
ته چې په ږيره کلولو باندې نه شرمېږې!
زه ولې ؟! په ږيره پريښودلو باندې وشرميږم!
ته په عيسوې او يهودې سټايلونو باندې نه شرميږې!
زه ولې ؟! په اسلامي او افغانې سټايلونو باندې وشرميږم !
ته پردي ناموس ته په کتلو باندې نه شرميږې !
زه ولې ؟! په ټيټو سترګو تګ باندې وشرميږم !
ته د سندرو په اوريدو باندې نه شرميږې !
زه ولې ؟! د قرانکريم او نعت په اوريدو باندې وشرميږم !
ته په درواغ ويلو او چپلوسۍ کولو باندې نه شرميږې !
زه ولې ؟! په ريښتيا ويلو او احترام کولو باندې وشرميږم !
ته د ډمانو سره په مينه کولو باندې نه شرميږې!
زه ولې ؟! د علماوو سره په مينه کولو باندې وشرميږم !
ته په مسجد کې په خبرو او خندا کولو باندې نه شرميږې !
زه ولې ؟! په تلاوت او ذکر کولو باندې وشرميږم !
ته په ګوشکي سندرې اورې په لار روان يې نه شرميږې !
زه ولې ؟! په لاس نيولې تسبيح ذکر وکړم وشرميږم !
ته په ګناه فخراو خندا کوې نه شرميږې !
زه ولې ؟! له ګناه توبه وباسم وشرميږم !
ته د ملګرو سره فلمونه ګورې نه شرميږې !
زه ولې ؟! د ذکر په حلقو کې ناست له ذاکرينو سره وشرميږم !
ته په ډمتوب او د شريعت خلاف خپل واده کوې نه شرميږې !
زه ولې ؟! په سنت برابر او د شريعت په چوکاټ کی واده کولو باندې وشرميږم !
ته د فريحي سريال کتلو باندې نه شرميږې !
زه ولې ؟! بايد د اسلامي خپرونه په ليدلو باندې وشرميږم !
ته د ډيموکراسۍ سيوري لاندې ژوند تيرولو باندې نه شرميږې !
زه ولې ؟! د اسلام سيوري لاندې ژوند تيرولو باندې وشرميږم !
ته د فحشا او غرب پسندې لپاره هيواد پريږدې نه شرميږی !
زه ولې ؟! په اسلام او پښتو پالنې په هيواد کې اوسيدو باندې وشرمیږم !
ته په کبر او غرور کولو باندې نه شرميږې !
زه ولې ؟! په تواضح او انسان دوستي کولو باندې وشرميږم !
ته په خيانت او غلا کولو باندې نه شرميږې !
زه ولې ؟! په خدمت او صداقت کولو باندې وشرميږم !
ته په غيبت او کينه کولو باندې نه شرميږې !
زه ولې ؟! په صفت او مينه کولو باندې وشرميږم !
ته د بل په بې عزتۍ کې خپل عزت لټوې نه شرميږې !
زه ولې ؟! د بل په عزت کی خپل عزت کولو باندې وشرميږم !
ته د فيسبوک په منفي او بربنډو پاڼو استعمالولو باندې نه شرميږې !
زه ولې ؟! په مثبت استعمالولو باندې وشرميږم !
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي